اسلام آباد ۔ 16 جنوری (اے پی پی) د وزيراعظم وياند مصدق ملك او ?? مسلم ليګ (ن) مركزي ل??رښ??د دانيال عزيز وئيلي دي دا تاثر سم نه دے چې وزیراعظم محمد نواز شریف پانامه كېس كښې عدالت څخه استثنی غوښتلې۔ وزیراعظم ځان او ??پل بچي احتساب ته وړاندې كړي دي۔ عمران خان د ګوند فڼدز په معامله الېكشن كمېشن څخه معافي غوښتلې۔ ه??ه اولس يوټرن خان نه معافي خان جوړ شوے۔ د سیتا وائټ کېس او وزیراعظم محمد نواز شریف په اړه د عمران خان په دريځ كښې ښكاره تضاد دے۔ ده د ګل په ورځ پي آئي ډي كې خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ ده ووئيل نن غرمې څخه په بېلو ټي وي چېنلو دا تاثر خپرولې شي چې وزيراعظم محمد نواز شريف عدالت څخه استثنیٰ غوښتلې۔ دا تاثر بې بنسټه دے۔ د عمران خان د سيتاوائټ لور پلار كېدو معاملې په اړه د شېرافګن نيازي د كېس په اړه دريځ دا ؤ چې چې دا معامله د قامي اسبملۍ غړي ټاكل كېدو څخه وړاندې ده ځكه پرې دې نااهل ګرځول كېدې نه شي۔ ولې د نواز شريف په معامله د دې دريځ كښې ښكاره تضاد ليدلې شي۔ ده ووئيل د دې دا مطلب نه دے چې مونږ عدالت ته نه ځو۔ ده ووئيل عمران خان ټولې نړۍ څخه پېسه جمع كړې او ??ې لپاره د عمران خان لاس ليكونو سره كمپنۍ جوړې كړې شوي دي۔ دے دا فنډ اول د پيپلز ګوند او ??وس د مسلم ليګ (ن) حكومت په ضد كاروي۔ د يوې پوښتنې په ځواب مصدق ملك ووئيل مونږ هغه څيزونه رامخې ته كړي دي كوم چې عدالت كښې دي۔ ده ووئيل مونږ عدالت كښې هم دا دريځ خپل كړې چې اول دا كمپنۍ د قطري كورنۍ وې كال 2006ء څخه حسېن نواز ته منتقلې شوې۔
دا تاثر سم نه دے چې وزیراعظم محمد نواز شریف پانامه كېس كښې عدالت څخه استثنی غوښتلې
مضمون کا ماخذ : کنگ میکر