اسلام آباد ۔04 فروری (اے پی پی)وزیراعظم شاھد خاقان عباسی د اتوار په ورځ د ګولن ګول ھ??ئی??رو پاور پراجېکټ پرانسته وكړه۔ د منصوبې اولني يونټ پايې ته رسېدو سره به 36 مې??او??ټ برېښنا ترلاسه شي كومه به چې د چترال په شمول د خواؤ شا سيمو د توان حاجت ترسره كړي۔ چترال كښې د كال 2015ﺀ سخت سېلاب څخه وروسته وفاقي حكومت واپډا ته هدايت كړې و?? چې چترا?? او خواؤ شا سيمو ته برېښنا وركولو له دې ګولن ګول منصوبه زره تر زره پايې ته ورسولې شي۔ د منصوبې څخه ترلاسه كېدونكې برېښنا د چترا?? او خواؤ شا سيمو د توان حاجت څخه درې چنده زياته ده۔ ګولن ګول ھ??ئی??رو پاور پراجېکټ سره به چترال كښې د پرمختګ او سوكالۍ نوې دور پېل شي چې ورسره به د قامي معيشت استحكام سره سره په قامي ګرد كښې پاكه او ارزانه برېښنا شاملولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ ګولن ګول منصوبھ چترال ته نزدې په مستوج درياب جوړولې شي چې مجموعي پېداوار ئې 108 مې??او??ټ دے ۔ دلته به د برېښنا پېدا كولو درې يونټه لګولې شي۔ اولنې يونټ پايې ته رسېدلې او دويم او درېم به تر مئ ورسي۔ دې منصوبې سره به هر كال 436 ملین یونټ برېښنا قامي ګرډ كښې شامله شي او دې منصوبې څخه به هر كال د 3.7 ارب روپو ګټه ترلاسه شي۔ د منصوبې منظور شوي پي سي ون ترمخه په دې منصوبه به 29 ارب روپۍ مصرف كولې شي او د واپډې خپلو وسيلو سره سره یو اېس اېډ،سعودی فنډ فار ډوېلپمنټ ، کوېت ډویلپمنټ فنډ او او پی ای سی فنډ فار انټرنېشنل ډوېلپمنټ واپډا د دې منصوبې پايې ته رسولو له بشپړه مرسته كوي۔
وزیر اعظم شاھد خاقان عباسی د ګولن ګول ھائیډرو پاور پراجېکټ پرانسته وكړه۔ ګولن ګول ھائیډرو پراجبکټ سره به د چترال د پرمختګ او سوكالۍ نوې دور پېل شي۔
مضمون کا ماخذ : موبائل سے لاٹری کھیلیں