اسلام آباد۔1دسمبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبیب وئيلي دي په نومبر میاشت کښې د ټېكس په وصولو كښې 35 فيصده اضافه ريكارډ كړې شوه۔ د شورؤ په ورځ په خپل ټويټ کښې وزير مملكت ووئيل په پاکستان کښې اقتصادي فعاليتونه تندۍ سره مخ په وړاندې روان دي او د روان كال 2021 په نومبر مياشت كښې 470 اربه روپو سره د تېر كال په مقابله كښې 35 فيصده اضافه شوې ده۔ په خپل ټويټ كښې هغه ووئيل د دې مطلب دا دے چې د كورونا وائرس وبا باوجود پاكستان كښې اقتصادي فعالیتونه په تندۍ سره مخ په وړاندې روان دي او كاروبارونه ښه دي۔
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا نتیجہ