اسلام آباد 12 اګست (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی وئيلي دي د داسو بريد ټول نيټ ورك څرګند كړے شوے، د منصوبې تر??خه د تر??ه ګرۍ په بريد كښ?? این ډی اېس او ’’را ‘‘ لاس لري ، د بريد لپاره د افغانستان خاوره كارولې شوې ۔مبینه ځانمرګي بريد كونكي د بدن برخې تر??اسه ??وي او چاؤدني لپاره د كارولي ګاړي هم درك لګولے شوے۔دښمنان په پاکستان كښ?? د چین سرمایه کاري او د چین مرسته نشي زغملې او دې څخه يريږي۔ډی آئی جی سی ټي ټي ډي خېبر پښتونخوا وئيلي دي په دې پېښه كښ?? ككړ سپورټ نيټ ورك كښ?? څه كسان نيولې شوي دغسې په بريد كښ?? 100 نه تر 120 کلو بارودي توكي كارولې شوي۔ د زيارت په ورځ خارجه وزارت كښ?? د ډي آئي جي سي ټي ډي سره خبري کنفرنس ته وينا كښ?? خارجه وزير د داسو بريد پلټنو څخه خبريالان خبرولو كښ?? ووئيل د داسو په پېښه د چين چارواكي په بشپړه توګه خبر كړې شوي، د چین پلاوي د پېښي ځائې ته رسولې شوي۔ده ووئېل تر دې نتيجي رسيدلو لپاره مونږ د 36 سي سي ټي وي كيمرو او د 1400 کلومیټره روټ جاج اخستے ،دغه تر نظره ساتلو سره مونږ په دې نتيجه رسيدلي يو چې د تر??ه ګرۍ بريد لپاره د افغانستان خاوره كارولې شوې او په دې كښ?? د افغانستان این ډي اېس او د هند د ’را‘ لاس لرې۔ ده ووئېل د پېښي ځائې څخه په بريد كښ?? د كارولې شوي ګاړې څخه مونږ ته په موقع د ځانمرګي بريد كونكي د بدن ځيني اعضاﺀ هم تر??اسه ??وي۔ د دغې اعضاء هم تجزیه شوې ، مونږ هلته څخه د تر??اسه ??وې موبائلو ډيټا جاج اخستے او مونږ د چينائي پلاوي سره د پاکستانو ادارو د اړخه شوي ټولې پلټني شیئر کړي۔ هغوي زمونږ په پلټنو د بشپړه باور څرګندونه كړې ۔ده ووئيل په ظاهری توګه دا يو بلائنډ کیس ؤ خو دا مشكل كار زمونږ ادارو په ښه ډول ترسره كړے۔دې نه ځانله په داسو پروجیکټ كښ?? كار كوونكې يو زر څخه زيات كارمندان هم په پلټنو كښ?? شامل كړې شوي۔ كوم ګاړې چې په دې پېښه كښ?? استعمال شوے د هغې هم ټول معلومات تر??اسه كړے شوي۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل زمونږ د پلټنو له مخي دې پېښي لپاره د افغانستان خاوره كارولې شوې ، د بريد منصوبه بندي این ډي اېس او را په ګډه كړې ۔خارجه وزير ووئيل د پېښي نه پس چین او پاکستان د يو نوي عزم څرګندونه كړې چې په ګډه به د دې ډول ناوړه پېښو مقابله كوو۔ ده ووئيل زمونږ د پلټنو څخه چین په بشپړه ډول م??مئ?? دے۔دې ډول پېښو سره زمونږ حوصلي نه شي كميدے بلکه زمونږ اړيكي لا قوي كيږي۔ خارجه وزير ووئيل مونږ د سی پیك منصوبو امنيت لا مستحکمولو پريكړه كړې ۔ده ووئيل سی پیك پروژي نه يواځي رواني دي بلكه په وخت به بشپړولې شي۔خارجه وزير ووئيل چین خواهش لري چې د دې پېښي ذمه وار څرګند كړے شي او هغوي له سخته سزا وركړې شي او مونږ هم په دغه لاره روان يو۔ شاہ محمود قریشی ووئيل مونږ هيله لرو چې نړيواله ورورولي به د دې نوټس واخلي، دا به مونږ په هر فورم پورته كوو ځكه چې په دې پېښه كښ?? بې ګناه وګړي وژلې شوي