اسلام آباد 15 مارچ (اے پی پی) د اوبو او برېښنا دوهم وزير عابد شېرعلي وئېلي دي د حسېن حقاني انكشافاتو سره د هېواد بدنامي شوې٬دا يوه سنګينه معامله ده او په دې بايد جوډيشل كمېشن جوړ كړی شي٬پاكستانيانو له بايد د ووټ حق وركړی شي۔د شورو په ورځ پارلمان څخه بهر مېډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د حسېن حقاني په معامله څوك بري ګرځېدې نه شي٬پخواني حكومت بايد د دې سنګين نوعيت انكشافاتو څخه وروستو ځواب وركړي٬ ده ووئېل په دې معامله د هېواد بدنامي شوې٬دا يوه سنګينه معامله ده۔ده ووئيل حسېن حقاني دې د انټرفول د لارې راوستې شي او په ضد دې مقدمه درج كړی شي دا هغه كسان دي چا چې د هېواد سلامتيا سره اړوندو چارو سره لوبې كړي۔دوهم وزير ووئيل د حسېن حقاني په معامله دې جوډيشل كمېشن جوړ كړی شي دغسې چې د اولس مخې ته حقائق راوړلې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل بهر هېوادونو كښې كار كوونكو پاكستانيانو تله دې د ووټ حق وركړی شي ولې چې هغه هم پاكستاني وګړي دي
د حسېن حقاني انكشافاتو سره د هېواد بدنامي شوې
مضمون کا ماخذ : گرم گرم