پينډۍ 30 مئی (اے پی پی) ټول هېواد كښې رد الفساد عمليات کامیابۍ سره روان دي، پاك پوځ په اسخباراتي بنیادونو کارروائی کولو سره لوئې مقدار كښې وسله او ګوله بارود برآمد کړي۔ د نهې په ورځ د آئی اېس پی آر له مخې امنيتي ځواكونو جنوبی وزیرستان ایجنسۍ پونګا کلے، شمالی وزیرستان ایجنسۍ اډاکر،رورنګا ویلی كلي ، مته (سوات) او نیهنګ درہ جټ ګرام كلي كښې په استخباراتي بنیادونو د عملياتو په مهال وسله او ګوله بارود زيات مقدار كښې برآمد کړي۔ برآمد کړې شوي وسله كښې مائن ، ډیټونېټر ، ګوله بارود سره سره اېس اېم جیز، اینټی ائرکرافټ ګن، ، 303 رائفلونه ، 12 بور رائفلونه او نوره وسله شامل ده
مضمون کا ماخذ : نقدی پھٹنا