اسلام آباد 05 اپرېل (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني سره د جاپان سفير كونينوري مټسوډا د ګل په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات كړے۔ په دې موقع د جاپان سفير محمد صادق سنجراني ته پھ دوهم ځل د سېنېټ چيئرمېن په ټاكل كېدو كېدو مباركي وركړه۔د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو٬د شريكې خوښې په چارو او د منطقې په مجموعي صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه. په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني ووئيل چې پاكستان جاپان سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګو ګوري٬د پاكستان او جاپان ترمينځه معاشي مرستې لا ښه كولو ضرورت دے۔ ده ووئيل چې د پارليماني روابط ودې څخه په نورو څانګو كښې هم مرسته ښه كېدې شي۔ ده ووئيل چې د بلوچستان صوبه د قدرتي وسائلو او معدنياتو څخه ډكه ده۔ د معدنيات او كبان نيونكو په څانګو كښې د سرمايه كارۍ استعداد موجود دې۔ده ووئيل چې د كشمير مسئلې حل لپاره نړيوالې ورورولۍ له كردار ادا كول پكار دي٬كشمير يوكليئر فلش پوائنټ جوړ شوې كوم څخه چې نه يوازې پاكستان او هند بلكې ټولې منطقې لپاره خطرناك نتيجې رامخې ته كېدې شي۔ د جاپان سفير په خبرو كښې ووئيل چې د پاكستان او جاپان اړيكې ډېر اهميت لري٬جاپان پاكستان سره تجارتي مرسته زياتول غواړي۔ ده ووئيل چې پاكستانيانو ته په جاپان كښې د ملازمت وركولو منصوبه بندي روانه ده
د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني سره د جاپان سفير وليدل
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے نتائج